په زابل کې ۳۰۰ تنه زده کوونکو ته د زده کړې مناسبه زمینه برابره شوه
د کلیو بيارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د اقرأ پروژې تر سیوري لاندې زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۰۰ تنه زده کوونکو ته د ښوونځي د ودانۍ په جوړیدو د زده کړو مناسب چاپېریال برابر شو.
دا ښوونځی ۸ ټولګي،۲ اداري خونې، ۳ تشنابونه ، د څښاک د پاکو اوبو یوه څاه او ۴۶۵ متره مساحت لري. دغه ښوونځی د نجونو او هلکانو د زده کړو لپاره جوړشو چې د تخنیکي اوناتخنیکي کاریګرو لپاره یې لسګونه کاري ورځې هم برابرې کړې وې.
