په فراه کې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د فراه ولایت د مرکز په ګینه کان کلي کې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار ۸۰ سلنه پر مخ تللی دی.
دا شبکه د ۴۰ متر مکعبه په کچه یو زیرمه لري او په بشپړتیا سره به یې ۴۳۰ کورنۍ د څښاک له پاکو او صحي اوبو برخمنې شي.