په بلخ ولایت کې ۳۲۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام لخوا د بلخ ولایت د چهارکنت ولسوالۍ اړوند په برات او اویبلاق کلي کې د ۳.۹ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۲۰ کورنیو ته د څښا ک پا کو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره شوه. نوموړې شبکه ۱۱۵۵۰ متره اوږدوالی د اوبو دوه ځمکنۍ زیرمې ۲۰ سولر پینلونه او ۱ لمریز پمپ لري. دغه شبکې ته ۱۳ نلکۍ هم جوړی شوېدي.
د دې پروژې د کار په بهیر کې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته لسګونه کاري ورځې را منځته شوې وې.