په بغلان کې د ۳۵۴ متره محافظتي دیوال کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو همغږۍ دفتر له خوا د بغلان ولایت د ده صلاح اندراب ولسوالۍ په رشیدي قلعه پایان کلي کې د ۳۵۴ متره متره محافظتي دیوال جوړولو کار ۵۰ سلنه پر مخ تللی.
د دې پروژې په ترڅ کې ۸۹۹۴ کاري ورځې رامنځ ته شوي او تر بشپړتیا وروسته به یې ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او ۶۰ میوه لرونکي باغونه د نیزونو له ګواښه وژغورل شي.
