په نورستان کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د یو کانال کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو همغږۍ دفتر له خوا د نورستان د مرکز په مانده کلي کې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د ۱۱۴۸ متره اوږد کانال جوړولو کار روان دی چې ژر به بشپړ شي.
د دې پروژې په ترڅ کې ۹۰۷۰ کاري ورځې رامنځ ته شوي چې تر بشپړتیا وروسته به یې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راشي.