په کونړ کې د اوبو لګولو د ۲۵ متره سربند جوړولو کار روان دی
په کونړ ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د اوبو لګولو د سربند د جوړولو کار ۷۰ سلنه مخ ته تللی دی. د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د چپې درې ولسوالي په سیدور کلي کې له معیارونو سره سم د ۲۵ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو پوخ سربند د جوړیدو په حال کې دی.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۹۱۰ کاري ورځې رامنځته کیږي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۷۳۸ اوسیدونکي ترې په مستقیم ډول ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې له لارې به هلته د ځايي بزګرانو ۱۸۵ جریبه کرهڼیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي.