د تجدیدوړ انرژۍ شرکتونو (RESCO) د رامنځته کولو په تړاو مشورتي ناسته تر سره شوه

mrrd-admin
Thu, Jun 03 2021 12:17 PM
تدویر نشست مشورتی در مورد ایجاد شرکت‌های خدمات انرژی قابل تجدید

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي انرژۍ مارکېټ د بدلون نوښت پروژې(AREMTI) لخوا د تجدیدوړ انرژۍ شرکتونو د رامنځته کولو په تړاو لومړنۍ مشورتي ناسته جوړه شوه. په یاده ناسته کې، د کلیوالي انرژۍ مارکېت د بدلون نوښت پروژې رئیس، ښاغلي محمد اجمل شینواري، د کلیو په کچه د انرژۍ خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د تېرو اغېزمنو کارونو یادونه وکړه، او په دې برخه کې یې د خصوصي سکټور د ګډون پر ارزښت ټینګار وکړ. وروسته، د پروژې د تخنیکي ټیم لخوا د هېواد کلیوالو سیمو ته د برښنا رسولو په برخه کې د خصوصي سکټور د پانګونې د فرصتونو، د برښنا رسونې د بېلابېلو مالي موډلونو، او په دې برخه کې د ځینو نورو هېوادونو د بریالیو تجربو په هکله مفصل معلومات ګډونوالو ته وړاندې شول. ګډونوالو، چې د تجدیدوړ انرژۍ د شرکتونو استازي وو، د کلیو بیارغونې او پراختیا له وزارت څخه مننه وکړه چې ددې مهمې موضوع د بحث لپاره یې ناسته رابللې ده او د اړونده موضوع په هکله یې خپلې اندېښنې او نظرونه شریک کړل.

د تجدیدوړ انرژۍ شرکتونو د رامنځته کولو طرحې موخه د کلیو په کچه د برښنا کوچنیو شبکو په جوړولو، ساتنه او څارنه او د برښنا رسونې په خدمتونو کې د خصوصي سکټور د پانګونې لپاره د ظرفیت اوچتول او په دې برخه کې د ونډه اخیستنې زیاتوالی دی. پاکې، دوامداره او په مناسبه بیه برښنا ته د خلکو لاسرسی یو له دوامداره پرمختیایي موخو څخه ده چې افغانستان هم ورته ژمن دی. یادې موخې ته د رسېدلو لپاره، د خصوصي سکټور ونډه اخیستنه مهم رول لري.

د تجدید وړ انرژۍ شرکتونو په رامنځته کولو کې مرسته او د یادو شرکتونو لپاره د ظرفیت اوچتولو پروګرامونو عملي کول د کلیوالي انرژۍ مارکېټ د بدلون نوښت پروژې یوه مهمه موخه ده.

Latest news

Thu, Nov 27 2025 9:09 AM
Background image

Construction of 42 Safe Drinking Water Networks Begins in Paktika Province

The construction of 42 safe drinking water networks in the districts of Gomal, Wazikhwa, Dila, Khushamand, Janikhel, Char Baran, and Shakin of Paktika Province has officially begun. . .

Sun, Nov 23 2025 8:56 AM
Background image

The work on the digging of (40) clean water wells has begun in the Maidan Wardak province

The Minister of Rural Rehabilitation and Development, Honorable Haji Mullah Mohammad Yonus Akhundzada, officially launched the project today in a ceremony held in Maidan City, Narkh,. . .

Sat, Nov 22 2025 10:38 AM
Background image

Construction of 12 Water Supply Networks Begins in Bamyan Province

The construction of 12 water supply networks, worth approximately 37 million Afghanis, has officially begun in the center and Yakawlang district of Bamyan Province. The project was. . .

BACK TO NEWS