په ننګرهار کې ٢٠٠ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت تر چتر لاندې د ډاکار مرستندویه ټولنې لخوا د او بو رسولو د یوې شبکې په جوړیدو سره د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ بایزید خیلو په سیمه کې ٢٠٠ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
د اوبو رسولو دغه شبکه د ١٥٠ مترو په ژوروالي یوه څاه ، د ٢٠ مترو مکعبو په ظرفیت داوبوزیرمه ، ٦٠ سولري تختې او ٣٧ نلکې لري چې نږدې څلور میلونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.