په روزګان کې د ۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند دکوچیانو په کفتر خانه ایلبند کې د ۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو کار روان دی.
د دې شبکې جوړولو په ترڅ کې ۸۶۴ کاري ورځې رامنځ ته کیږي او تر بشپړتیا وروسته به یې ۱۲۰ کورنۍ د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
