په ننګرهار کې د یو کرنیز کانال د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د څارنې، ساتنې او ودانۍ له پاره د پراختیایي نغدي وجهې پروګرام (MCCG) له لوري د ننګرهار ولایت د خوږیانو ولسوالۍ اړوند په لوی کلي کې د ۱۱.۸ میلیونه افغانیو په لکښت د یوه کرنیز کانال د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دا کانال۲۳۰ متره اوږدوالی لري چې د ځايي خلکو۱۷۰۰ جرېبه کرنيزه ځمکه خړوبوي، ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو لپاره يې ۳۲۳۰ کاري ورځې رامنځته کړېدي .