په کندهار کې د اوبو لګولو د ۴۹۰۰ متره کانال د جوړولو کار روان دی
په کندهار ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د اوبو لګولو د کانال کار ۸۵ سلنه مخ ته تللی دی. د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په پیر پایمال کلي کې له معیارونو سره سم د ۴۹۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو پوخ کانال جوړیږي.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې د آسیايي پرمختیايي بانک له لوري تمویل شوې زرګونه کاري ورځې رامنځته کیږي او په بشپړیدو به یې ځايي شا او خوا ۲۸۰۰۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به هلته د سیمې ۲۰۰۰ جریبه کرهڼیزه ځمکه او باغونه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي.
