د روژې په پيل کې به په رزوګان کې د ملي دسترخوان د دویم پړاو سروې پیل شي
د کلیوبیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د یکشنبې په ورځ تر غرمې وړاندې د روزګان له والي محمد عمر شیرزاد سره د یاد ولایت د خلکو د ستونزو او غوښتنو د اوریدو په موخه ولیدل.
په دې لیدنه کې ښاغلي شیرزاد د روزګان د خلکو د مهمو غوښتنو په توګه د ولسي تړون پروکرام د پروژو پلي کیدا یاده کړه.
همدا راز د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر په خپلو خبرو کې په لږو پرمختللو سیمو کې د پرمختیایي پروژو پلی کیدا د یاد وزارت په لومړیتوبونو کې وګڼله او ویې ویل:چې په ۱۴۰۰ کال کې یاد وزارت یواځې د سیمه ییزې همغږۍ د پروګرام له لورې د استنادي دیوال، کانکریټي سړک جوړونې،سربندونو او د پلونو او پلچکونو جوړولو ۱۱ پروژې تر لاس لاندې لري، چې ۲۲ زره کسان به ترې ګټه پورته کوي، او ۲۳ زره کاري ورځې به رامنځته کړي.
د کلیو بیارغونې اوپراختیا وزیر همداراز زیاته کړه: چې په ۱۳۹۹ کال کې یې د ولسي تړون او اوبورسولو پروګرامونو له لورې په یاد ولایت کې نږدې ۶۸ پروژې تطبیق کړي اوزرکونه تنو ترې ګټه پورته کړې ده.
د ښاغلي کریمي په وینا د روژې په پیل کې به په یاد ولایت کې د ملي دسترخوان د دویم پړاو سروې پیل شي او په دې پړاو کې به د یاد ولایت ټول اوسیدونکي د ملي دسترخوان له مرستو برخمن شي.
باید وایو چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اقرا پروګرام په اډاڼه کې د یاد ولایت لپاره د ۴۳ ښوونځیو جوړول په پلان کې لري، چې ۱۷ هغه یې په ۱۳۹۹ کال کې جوړ شوي او ۲۶ نور به یې په ۱۴۰۰ کال کې جوړ شي.
