په ننګرهار کې د نږدې ٦ کیلو مترو په اوږدوالي دیوه کانال جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو
د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت دسیمه ییزې پراختیا پروګرام له لوري د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ د میدان کني ، حاجي صاحبانو، بازید خیلو او صد باشي پرمختیايي شوراګانو له خوا د ٦٤،٣ میلونه افغانیو په ارزښت د ۶ کیلو مترو په اوږدوالي د کږې سیمې د ویالې د پاتې برخې په اساسي ډول د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو.
تردې وړاندې دیادې ویالې ٢٨٤٠ متره کانال د جوړیدو هوکړه لیک دیادې ولسوالۍ ددوه پرمختیايي شوراګانو سره لاسلیک شوی و.
دغه کانال چې د کږې ویالې په نوم شهرت لري نږدې ١٥ کیلو متره اوږدوالی لري چې اوسمهال يې د نږدې ٩ کیلو متره کانال په جوړیدو سره به د لسګونه زره جریبه ځمکې ته دخړوبولو زمینه برابره شي.
