په زابل کې د اوبو رسولو یوه شبکه بشپړه شوه
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د زابل ولایت د مرکز قلات په ملا محمد جان کلي کې د اوبو رسولو یوه شبکه او د څارویو ۳۰ متره څښاک ځای جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دا شبکه یوه ۱۰۰ متره ژوره څاه او د ۱۶ متره مکعبه په کچه یوه زیرمه لري او په ترڅ کې یې ۴۷۰ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې.
