په بغلان کې د ۶.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو ملي پروګرام له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په مصلحت تپه کلي کې د ۶.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دا شبکه یوه ژوره څاه، د ۴۰ متره مکعبه په کچه یوه هسکه زیرمه، ۲۴۰ نلکې او ۴۶ سولري ښیښې لري.
یاده دې وي چې د دې شبکې په جوړولو سره ۲۷۰ کورنیو د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
