په کونړ کې ۱۷۲ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام له لوري د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ په شنکورک کلي کې د ۴ میلیونو افغانیو په ارزښت؛ ۱۷۲ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د ۱۲۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۳.۵ کلیو متره اوږدې شبکې غځول، د سولرونو لپاره د یوې احاطې جوړول او د ۲۱ سولرونو او نورو اړینو وسایلو نصبول شامل وو.
ددغې پروژې د جوړولو پر مهال کاریګرو ته ۲۴۰ کاري ورځې رامنځته شوې.
