په بدخشان کې د سپما ګروپونه جوړ شول
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له لوري د بدخشان ولایت د فیض اباد په ښار کې ۱۴ سپما ګروپونه، چې ۱۲۵تنه پکې غړیتوب لري، جوړ کړل. د ویلو ده، چې یادو ګټه اخیستونکیو ته د پروګرام لخوا د غړیتوب د ترلاسه کولو روزنه ورکړل شوې او په پام کې ده، چې په نورو اړوندو موضوعاتو لکه: د ګروپ د رهبرۍ، اسلامي بانکدارۍ، د پیسو د سپمولو په لارو چارو او د پورونو د راکړې ورکړې په برخو کې هم په دې نږدې وختونو کې دوی ته روزنې ورکړل شي.