په کاپیسا کې د ۱۸ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱.۵۸ کیلو متره پوخ سړک کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت له لوري د کاپیسا ولایت اړوند دیرستان څخه تر محمد عمرخیل کلیو پورې د ۱۸ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱.۵۸ کیلو متره پوخ سړک کار روان دی. ددغه سړک په بشپړېدو سره به د ځایي خلکو ترانسپورټي ستونزې حل شي.
