د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام خپلو همکارو موسسو استازو ته د اطلاعاتو د مدیریت سیستم تر نامه لاندې یوه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

mrrd-admin
Tue, Nov 17 2020 2:28 PM
د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام خپلو همکارو موسسو استازو ته د اطلاعاتو د مدیریت سیستم تر نامه لاندې یوه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له لوري د خپلو همکارو موسسو استازو ته د پروګرام د ښه تطبیق په موخه د اطلاعاتو د مدیریت سیستم تر نامه لاندې یوه ورځنۍ روزنه، د پروګرام په مرکزي دفتر کې ورکړل شوه.

په دې روزنه کې د پروګرام اجرایوي ریسې آغلې لطیفه مجیدي د یادو بنسټونو په هر اړخیزو مرستو ټینګار وکړ او د پروګرام د مدیریت په برخه کې یې د دې څانګې د ارزښت په اړه، همکارو موسسو استازو ته وینا وکړه.

د روزنې برخوال، چې شمېر یې ۱۲ تنو ته رسېده، پخپلو سیمو کې د فعالیتونو په اړه په عمومي او د اطلاعاتو د مدیریت سیستم پر مخوړلو برخه کې معلومات وړاندې کړل. او په دې سیستم کې یې د خپلو تجربو د شریکولو او لیوالتیاو څرګندونه وکړه.

د اطلاعاتو د مدیریت عمومي سیستم، د اطلاعاتو د را ټولولو مودلونه، د اطلاعاتو شننه او تحلیل او په سیستم کې د اطلاعاتو ثبت او راجستر، هغه اساسي موضوعات وو، چې د غونډې برخوالو ته یې په اړه روزنه ورکړل شوه.

Latest news

Thu, Nov 27 2025 9:09 AM
Background image

Construction of 42 Safe Drinking Water Networks Begins in Paktika Province

The construction of 42 safe drinking water networks in the districts of Gomal, Wazikhwa, Dila, Khushamand, Janikhel, Char Baran, and Shakin of Paktika Province has officially begun. . .

Sun, Nov 23 2025 8:56 AM
Background image

The work on the digging of (40) clean water wells has begun in the Maidan Wardak province

The Minister of Rural Rehabilitation and Development, Honorable Haji Mullah Mohammad Yonus Akhundzada, officially launched the project today in a ceremony held in Maidan City, Narkh,. . .

Sat, Nov 22 2025 10:38 AM
Background image

Construction of 12 Water Supply Networks Begins in Bamyan Province

The construction of 12 water supply networks, worth approximately 37 million Afghanis, has officially begun in the center and Yakawlang district of Bamyan Province. The project was. . .

BACK TO NEWS