په کاپیسا کې د ۶ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو د دوو شبکو کار روان لري
د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام له لوري د کاپیسا ولایت مرکز اړوند کوز نواباد او غني خیلو کلیو کې څه باندې ۶ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو د دوو شبکو کار روان دی.
نوموړې شبکې د سولريز پمپ په درلودو سره مجهزې دي. او د دوی په جوړولو سره به ۳۰۰ کورنۍ په مستقیم ډول او ۵۰۰ کورنۍ به په غیر مستقیم ډول د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
