په بدخشان کې ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د محافظوي دیوال او پله د پروژو کار روان دی

په بدخشان ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د محافظوي دیوال او ټرانسپورټي پله د جوړولو د پروژو کار ۴۵ سلنه مخ ته تللی دی.
د دغو پروژو په ترڅ کې د یاد ولایت د مرکز فیض آباد په ګذر رحیم بای کلي کې د نږدې ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۹۸ مترو په اوږدوالي محافظوي دیوال او د ۱۴ مترو په اوږدوالي ټرانسپورټي پوخ پل د جوړیدو په حال کې دي.
د دغو پروژو د تطبیق پر مهال ۶۷۹۲ کاري ورځې رامنځته کیږي چې په بشپړیدو به یې نږدې ۴۰۰۰ ځايي اوسیدونکي له دغو پروژې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې دغه پروژې به د سیمې ګڼ شمیر کورونه او زراعتي ځمکه د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي او د جوړیدونکي پله له اړخه به د خلکو د تګ او راتګ په برخه کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي.