په لوګر کې له ۵ اړو کورنیو سره د څه باندې ۶۸ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي او نا خوراکي توکو مرسته وشوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري د څه باندې ۶۸ زره افغانيو په ارزښت د لوګر ولایت د پل علم ولسوالۍ اړوند د کنجک پایان کلي د پراختیایي شورا لخوا له ۵ اړو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وشوې.
دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) له لارې چې د خلکو ونډه هم پکې شامله وه، کلیوالو ته وړاندې شوې. پدې مرستو کې اوړه، غوړي، لوبیا، صابون او وریجې شامل وو.
