په بد خشان کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت یو کرنیز کانال جوړیږي
د کلیو بیارغونې او پرختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د بد خشان ولایت د کران اومنجان ولسوالۍ اړوند د ویلو پراختیایي شورا لخوا شاوخوا د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت یو کانال چې۲۷۰ متره اوږدوالي لري د جوړیدو کار یې ۷۰ سلنه پرمخ تللې چې ۷۸ کورنۍ به ترینه ګټه واخلي.
ددې پروژې د کار په بهیر کې به فني اوغیر فني کاریګرو ته ۱۰۹۵ کاري ورخې رامنځته شي. او په جوړیدو سره به یې ۱۴۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
