په غور ولایت کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه بشپړه شوه
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي حفظ الصحې پروګرام له لوري د غور د لعل او سرجنګل ولسوالۍ په نوقیاق کلي کې کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه بشپړه شوه.
ددې پروژې په بشپړتیا سره ۷۳ کورنیو او د یوه ښوونځي زده کونکو ته د څښاک پاکې او صحي اوبه چمتو شوې.
