په ۴ ولایتونو کې به د۴ ښوونځیو دجوړیدو چارې ژر بشپړې شي
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت دولسي تړون د اقرا ملي پروګرام له لوري به دبلخ ولایت په بلخ، ننګرهار ولایت په بټي کوټ،کندهار ولایت په پنجوایي او کابل ولایت په بګرامي ولسوالیو کې د ۴ ښوونځیو د بشپړیدو چارې ژر بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
داښوونځي ۱۲ یا ۶ ټولګي، تشنابونه او د څښاک داوب څاه ګانې لري او په جوړیدو سره به د ۱۴۸۸ کورنیو زده کوونکو ته دزده کړو وړ چاپیریال رامنځ ته کړي.
ددې ښوونځیو دجوړیدو په ترڅ کې ۱۱ زره او ۸۱۲ کاري ورځې رامنځ ته شي دي.
