په کندهار کې له ۷۴ اړو کورنیو سره د ۶۱۲ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانکونو له لوري له ۷۴ اړو کورنیو سره د ۶۱۲ زره افغانيو په ارزښت د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د ۹ پراختیایي شورا ګانو لخوا د خوراکي توکو مرستې وشوې. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) لخوا چې د خلکو ونډه هم پکې شامله وه، کلیوالو ته وړاندې شوې. پدې مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې، لوبیا، دال، چای، مالګه او بوره شامله وه. دیادونې وړ ده چې پدې وروستیو کې د کرونا ویروس له امله د ولسي تړون ملي پروګرام دغله جاتو د بانکونو فعالیتونه ډیر شویدي.
