په ننګرهار کې د کاسا ۱۰۰۰ حمایتي پروګرام د پراختیایي شورا او ټولنیزو کارکوونکو ۱۵ غړو ته د کرونا وایروس په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په لارښوونه او د عامې روغتیا وزارت په مرسته د ګوشتې ولسوالۍ د کاسا ۱۰۰۰ د ټولنو د ملاتړ پروګرام د اکابابا پراختیایي شورا او ټولنیزو کارکوونکو ۱۵ غړو ته د کرونا وایروس په هکله پوهاوی ورکړل شو. په دغه کمپاین کې یادو کسانو ته د کرو نا وایروس د وقایې، د لیږد د مخنیوي د لارو چارو او د وایروس د خطرونو څخه د ځان ساتنې په هکله لازم معلومات وړاندې شول. دوی هم د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کرونا په اړه د عامه پوهاوي هرکلی و کړ او ژمنه یې و کړه چې په خپله سیمه کې به د کرونا وایروس د مخنیوي په هکله خپل مسؤولیت ادا کړي.
