په کاپیسا کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳.۴۷ کیلو متره سړک جوړولو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري د کاپیسا ولایت د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ په جمال اغه کلي کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳.۴۷ کیلو متره سړک جوړولو کار روان دی.
ددې پروژې په ترڅ کې ۴۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او په بشپړتیا سره به یې د سیمې د خلکو ګڼې ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.
