په ننګرهار ولایت کې پر ۱۵۰۰ کورنیو خوراکي توکي وویشل شول
له کلونو وروسته د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې اړمنو او مستحقو کورنیوته د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست ترچتر لاندې د خوړو نړیوال پروګرام WFP په مالي مرسته د FGA په تخنیکي همکارۍ ۱۵۰۰ بې وزله کورنیو ته د خوراکي توکیو مرستې وویشل شوې.
د ننګرهار کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس انجینر امان الله میاخیل وویل پدې مرستو کې د ۴۶ کیلوګرامه په وزن سره دوه بوجۍ وړه ، ۹ لیتره غوړي او دوه پاکټه مالګه شامله وه چې ۱۵۰۰ بې وزله او مستحقو کورنیو ته وویشل شوه.