په بغلان ولایت کې د پراختیایي شورا گانو غړو او کلیوالو ته د کرونا ویروس په هکله عامه پوهاوی ورکړ شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په لارښوونه او د عامې روغتیا وزارت په مرسته د بغلان ولایت د پلحصار او ده صلاح ولسوالیو اړوند د انامک و کاسه تراش کليو پراختیایي شورا گانو غړو او کلیوالو ته د کورونا ویروس د خطرونو، له هغې څخه د ځان ساتنې او د ویروس د لیږد د مخنیوی د لارو چارو په هکله لازم پوهاوی ورکړل شو. د شورا غړو او خلکو د ولسي تړون ملي پرو ګرام له لوري د کرونا په هکله د عامه پوهاوي هر کلی و کړ او ژمنه یې وکړه چې په خپله سیمه کې د کرونا د مخنیوي په اړه خپل مسئولیت ادا کړي.
