په لغمان کې د شوراګانو غړو او کلیوالو ته د کرونا ویروس په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په لارښوونه او د عامې روغتیا وزارت په مرسته د لغمان ولایت د قرغه یي ولسوالۍ د اندوړ او اغراباد پراختیایي شوراگانو غړو ته د کورونا ویروس د خطرونو، له هغوی څخه د ځان ساتنې او د ویروس د لیږد د مخنیوی د لارو چارو په هکله لازم عامه پوهاوی ورکړل شو. د یادو شورا غړو او خلکو د ولسي تړون ملي پرو ګرام له لوری د کرونا په اړه د عامه پوهاوي هر کلی و کړ او ژمنه یی و کړه چې په خپله سیمه کې به د کرونا د مخنیوي په اړه خپل مسوولیت ادا کړي.