په ننګرهار کې له ۱۲ اړو کورنیو سره څه باندې د ۲۵ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي ي توکو مرسته وشوه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د زاخیلو د پراختیایي شورا لخوا له ۱۲ اړو کورنیو سره څه باندې د ۲۵ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهي پروګرام (SIG) لخوا چې د خلکو ونډه هم پکې وه، کلیوالو ته وړاندې شوي چې اوړه او جوار پکې شامل وو. د بې روزګارۍ او موسمی لوږې په موده کې د کلیو اړو کسانو ته د غله جاتو بانکونو له لارې مرسته، دشتمنو خلکولخوا د بې وزلیو دلاسنیوي فرهنګ خپروي.