په بادغيس ولايت کې د ګبيون ډوله محافظوي ديوال د پروژې کار ۹۰ سلنه مخ ته تللي

د کليو د بيا رغونې او پرمختيا وزارت د سيمه ييز پروګرام له لوري په بادغيس ولايت کې د ګبيون ډوله محافظوي ديوال د جوړولو د پروژې کار چې څه باندې ۱۷ ميليونه افغانۍ لګښت لري ۹۰ سلنه مخ ته تللي دي. د دغې پروژې په لړ کې چې د ماليې وزارت له لوري تمويل شوې د ياد ولايت د قادس ولسوالۍ په حاجي قربانها کلي کې د ۱۲۸۶ مترو په اوږدوالي ګبيون ډوله محافظوي ديوال جوړيږي. د يادې پروژې د تطبيق د بهير پر مهال ۱۱۵۸۰ کاري ورځې رامنځته کيږي چې له بشپړيدو وروسته به د سيمې ۶۶۲۰ کسه ترې ګټه پورته کړي او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه او زيات شمير کورونه به د سيلابونو له ګواښ څخه وژغوري.