په خوست ولایت کې د سړک پروژه بشپړه شوه

د نږدې ۳۱ میلیونه افغانیو په ارزښت په خوست ولایت کې د سړک د پخولو پروژه بشپړه شوه. د دغې پروژې په لړ کې ۳۱۰۵ متره سړک د دغه ولایت په مرکز پورې اړونده سیمه لکڼ کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شویدی. د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۹۰۱۹ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې ۱۳۳۲۹ کسه له دغې پروژې ګټه پورته کوي. دغه پروژه له ملي بودیجې تمویل او د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام تر څار لاندې د ځايي پرمختیايي شوراګانو له لوري تطبیق شویده. د لکڼ پروژه به نه یواځې دا چې د سیمې د اوسیدونکو د ټرانسپورټي تګ او راتګ په برخه کې ګټوره پریوځي بلکې مارکیټونو ته د دوی د کرنیزو توکیو د رسولو په برخه کې د اسانیتاوو د رامنځته کولو له لارې به د ځايي اوسیدونکو په اقتصادي اړخ کې هم د پام وړ مثبت اغیز وشیندي.