په کندهار کې  څه  باندې  د ۸ میلیونه او ۴۰۰ زرو افغانیو په لګښت د  دوو لمړنیو ښوونځیو د جوړولو کار پیل شو

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۱۷ - ۵:۴۷
قندهار

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري څه باندې  د ۸ میلیونه او ۴۰۰ زرو افغانیو په لګښت  د  دوو لمړنیو ښوونځیو د جوړولو کار د کندهار ولایت د تخته پل اوپنجوایي ولسوالیو د امير محمد تورکوتل او کوشکک په کلیو   کې پیل شو. یاد ښوونځي چې ۶ او ۸  درسي خونې، درې درې تشنابونه او  د څښاک د پاکو اوبو څاه ګانې لري. د دغو پروژو د کار په بهیر کې، ۱۴۲۰ کاري ورځې ماهرو او غیر ماهروکاریګرو ته  رامنځته شي او د نوموړو ولسوالیو ۶۱۰ زده کوونکو ته به د زده کړو ښه چاپیرل برابر کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS