د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي له خوا لاسلیک شول.
د دې غونډې په پيل کې د کلیو ودانیزو چارو مرستیال د یادو هوکړه لیکونو د اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې او وویل: د امارت هر کارکوونکي لپاره د دیني او عصري علومو زده کړه اړینه ده، د وزارت هر کارکوونکی باید د خپلې مسلکي پوهې کچه لوړه کړي ترڅو په راتلونکي کې د هېواد او خلکو لپاره د خدمت جوګه شي.
د یادو هوکړه لیکونو پر بنسټ، ذکر شوي خصوصي پوهنتونونه اړ دي چې د لیسانس او ماسټرۍ په کچه د د دې وزارت کارکوونکي په ځانګړي تخفیف سره جذب کړي.
په پای کې د کلیو ودانیزو چارو مرستیال محترم الحاج محمد ارسلاح خروتي د باختر، ګوهر شاد، اشنا، علامه، غرجستان او ملي خصوصي پوهنتونونو او مسلم انسټیټیوټ له رئیسانو او مسئولینو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
