د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نېټه
په دې توګه د ملي تدارکاتو د ۱۵/۱۲/۱۴۴۷ نیټې د ۲۰۰۷۲ شمیره خبرتیا په تعقیب ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري ترڅو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي ریاستونو د اړتیا وړ (۶۷) قلمه قرطاسیو او (۷۵) قلمه تونربابو تهیه او تدارک تړون چې MRRD/1405/NCB/G-137 تشخیصیه نمبر لرونکی دی ، د صنعت او سوداګري وزارت د D-54824 نمبر جواز لرونکی د معین پوپل لوژستیکي خدماتو شرکت ته (۳،۴۵۵،۳۷۷.۸۴) درې میلیون څلور سوه پنځه پنځوس زره درې سوه اوه اویا اعشاریه څلور اتیا افغانۍ اعطا کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په یاده برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د دې اعلان له خپریدو څخه تر (۵) کاري ورځو پورې نیله باغ سړک، دارالامان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته یادې شوې نیټې او د وروستي قانوني طی مراحل تر بشپړیدو به تړون لاسلیک نشي.
