خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نېټه
ټاکل شوی چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ۳۰/۱۰/۱۴۰۴ نیټه سه شنبې ورځ په بلخ ولایت کې د خپل (۲۷) عراده وسایط د لیلام له لارې وپلوري.
هغه شرکتونه او کسان چې لیوالتیا لري کولای شي د پورتنۍ نیټې سره سم د سهار ۹ بجې د بلخ ولایت د ترافیکو عمومي مدیریت ته څیرمه د متحد ښارګوټی مزار شریف ښار د ولسي تړون پروګرام ودانۍ ته تشریف راوړي.
نوټ: د ګډون حق تضمین په موخه ۱۵ (پنځلس) سلنه نقدې پیسې په پيل کې اخیستل کیږي.
