د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د ۲۶۴۷ ښوونځيو د جوړولو چارې روانې دي

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۹ - ۱۴:۳۵
مکتبها

د هېواد جمهور رئیس محمد اشرف غني په ځانکړې سپارښتنه  د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت ژمن دی چې په ۲ کلونو کې د افغانستان په  ټولو  ولایتونو کې د ۶۰۰۰ ښوونځيو لپاره  ودانۍ جوړې کړي، دا ودانۍ به درسي او ادارې خونې، تشنابونه، د څښاک د پاکو اوبو څاګانې او نور اړوند ملحقات ولري چې ټول به په پاخه او بنسټیز ډول جوړیږي.

دا ښوونځي د پوهنې له وزارت سره په همغږۍ جوړیږي، چې د سېمې، ښوونځي ټاکل او ځای پیدا کولود  پوهنې وزارت مسوولیت دی او د کلیو بیارغونې  او پراختیا  وزارت یې تخنیکي  او د ودانیزو چارو د سمبالښت مسوولیت لري. ددغو ۶۰۰۰ ښوونځیو له جوړولو سره به د ودانیو د نشتوالي ستونزه له ۶۰٪ تر ۸۰٪ سلنې هواره شي، او ۲.۱۶ ميليونه زده کوونکو ته  به د ښوونې او روزنې وړ چاپیریال برابر شي.

یاد ښوونځي د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام د اقرا پروژې تر سیوري لاندې په دوو پړاونو کې جوړیږي، چې په لومړي پړاو کې  د هیواد د  ۱۷ ولایتونو په   ۱۹۹ ولسوالیو کې دا مهال تقریبآ  د ۲۶۴۷  ښوونځيو  د جوړولو کار روان دی، چې په کاري بهیر کې به یې ۳،۵ ميليونه کاري ورځې ایجاد شي. د لومړي پړاو د ښوونځيو د جوړولو لپاره څه باندې ۱۷۵ ميليونه ډالره بودیحه پکار ده،   چې نړیوال بانک یې برابروي.

د  پوهنې  وزارت وایي،  ۶۰۰۰ ښوونځي به ۲.۱۶ میلیونه شاګردانو ته د ښوونې او روزنې سالم چاپیریال رامنځ ته کړي.

د نویو ۶۰۰۰ ښوونځيو په جوړولو سره که له یوه پلوه د ودانیو د نشتوالي ستونزه کمیږي بله خوا یې لسګونه زره افغان کاګرو ته د کار زمینه برابره کړې ده، او سیمیزې کلیوالي شوراګانې یې فعالې کړې دي، چې ددغو ښوونځيو څارنه وکړي او د خپلو سیمو په ابادۍ کې رغنده برخه واخلي.

په کومو سیمو کې چې دا ښوونځي جوړیږي وسیدونکي یې اغیز ګټور بولي د بلخ ولایت د دولت اباد ولسوالۍ وسیدونکي سید کمال په خپل کلي کې د ښوونځي جوړویدو په اړه  وایي،  چې ( دلته ۲۰٪ هلکان هم سواد نه لري ځکه چې دلته ښوونځی نه و د ښوونځي د ودانۍ په جوړولو سره به ماشومان درس ته مخه کړي او تعلیم به وکړي دا ښوونځی به موږ ته ډیر ګټور پریوځي)

د بلخ ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې یوه تن زده کوونکي د خپل ښوونځي د نوې ودانۍ پر اړه وایي ( ټولګی نه و پر ځمکه به ناست وو او زده کړه مو کوله اوس راته ولسي تړون پروګرام دا ښوونځی جوړ کړ چې موږ ورته ډیر خوشاله یو)

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ یو زده کوونکی وايي( زموږ په کلي کې ښوونځی نشته په یوه شخصي کور کې سبق وایو اوس راته ولسي تړون پروګرام ښوونځی جوړوي په دې سره به زموږ ستونزې هوارې شي)

همدا راز د خوست د تڼیو ولسوالۍ حاجي فتح خان وویل چې د ولسي تړون پروګرام له خوا ورته د ښوونځي د ودانۍ جوړول پیل شوي دي هغه ترې یوې اونې لاندې ماشومو نجونو زده کوونکو ته اشاره وکړه او ویې ویل ( دغه نجونې چې تر اونو او کیږدیو لاندې په کاڼو کې ناستې دي د ښوونځي تر جوړیدو وروسته به یې شمیر دوه برابره نه  بلکې لس برابره شي او زموږ ستونزې به هوارې شي)

باید یاده شي، چې افغانستان اوسمهال ۱۸۰۰۰ ښوونځي لري چې د پوهنې وزارت د شمیرو له مخه ۷۹۰۰ ښوونځي یې ودانۍ نه لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS