په ننګرهار ولایت کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴ پرمختیايي پروژو تړونونه لاسلیک شول

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۸ - ۱۰:۲۵
ننگرهار

د ننګرهار ولایت په دور بابا، سره رود او اچین ولسوالیو کې د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست له اړوندو پرمختیايي شوراګانو سره د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴ پرمختیايي پروژو تړونونه لاسلیک کړل. ۴۶۰ متره کانال او د اوبه خور سربند، د ۵  کیلو مترو په اوږدوالي د اوبو رسونې د یوې شبکې ترمیم او یوه بله پرمختیايي پروژه له دې پروژو دي چې په پلي کیدو سره به سلګونه وګړي د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاس رسی پیدا کړي او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه به په اوبو خړوبه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS