د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت سیمه ییز پروګرام له 2016 زیږدیځ کال را پدیخوا د څه باندې 702 ميليونه افغانیو په ارزښت 116 عام المنفعه پروژې د ننګرهار ولایت په بیلابیلو سیمو کې تطبیق کړي چې 73 دغه پروژې بشپړې او 43 نورې یې د بشپړیدو په حال کې دي.

content_manager
شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۳ - ۱۱:۳۱
ننگرهار

د دغو پروژو په لړ کې چې 74 یې له ملي بودیجې، 22 یې د نړیوال آسیايي بانک، 12 یې د ایټالیا او 8 یې د هندوستان له لوري تمویل شوي 311,275 کاري ورځې رامنځته او 590,088 ځايي اوسیدونکي لدغو پروژو هر اړخیزه ګټه پورته کوي.
د دغو پروژو د تطبیق پر مهال استنادي دیوالونه، د اوبو لګولو سربندونه او کانالونه، ښوونځي، د عامه خدمتونو د ادارې تعمیرونه، ټرانسپورټي پلونه، کانکریټي سړکونه او سولر پمپونه جوړ شویدي.
د یادونې وړ ده چې دغو پروژو د ځايي اوسیدونکو د ټولنیز ژوندانه په بیلابیلو اړخونو کې د پام وړ مثبت خپل اغیز شیندلی دی.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS