په غزني کې په تیرو ۳ کلونو کې د ۶۶ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۵ پرمختیايي پروژې پلې شوي

content_manager
شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۳ - ۸:۴۱
غزنی

د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت سیمه ییز پروګرام له  ۲۰۱۶ زیږدیځ کال را پدیخوا د ۶۶ میلیونه افغانیو په ارزښت۱۵ عام المنفعه پروژې د غزني ولایت په بیلابیلو سیمو کې تطبیق کړي چې۱۲ دغه پروژې بشپړې او ۳ نورې یې د بشپړیدو په حال کې دي. د دغو پروژو په لړ کې چې۵ یې له ملي بودیجې او ۱۰ یې د نړیوال آسیايي بانک له لوري تمویل شوي ۳۷ زره او ۳۷۲ کاري ورځې رامنځته او  ۸۳ زره او ۲۱۱ ځايي اوسیدونکي لدغو پروژو هر اړخیزه ګټه پورته کوي. د دغو پروژو د تطبیق پر مهال استنادي دیوالونه، د اوبو لګولو سربندونه ،کانالونه، ښوونځي، ټرانسپورټي پلونه او د اوبو لګولو کاریزونه جوړ شویدي. د یادونې وړ ده چې دغو پروژو د ځايي اوسیدونکو د ټولنیز ژوندانه په بیلابیلو اړخونو کې د پام وړ مثبت اغیز شیندلی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS