په کندهار کې د ۱۰.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ددوو ښوونځیو جوړولو کار روان دی

content_manager
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۴ - ۱۲:۵۶
قندهار

د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام  د اقرا پروژې له خوا د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په  ملا نظر او رجب کلي کې د ۱۰.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو ښوونځیو جوړولو کار روان دی. دا ښوونځي به  ۶ او ۸ ټولګي ۵- ۵ تشنابونه او د ۵۰ مترو په ژوروالي دوه د څښاک د پاکو اوبو څاګانې ولري، دا ښوونځي د نجونو  او  هلکانو لپاره  جوړیږي. د ښوونځیو د کار په اوږدو کې به  فني او نا فني کاګرو ته ۵۲۳۰ کاري ورځې رامنځ ته شي او د پروژې تر بشپړتیا وروسته به یې ۱۲۵۰ کورنۍ له ګټې برخمنې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۴:۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر صاحب د ورلډ ویژن مؤسسې له رئيسې او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د ورلډ ویژن مؤسسې له رئیسې تمندرې دي سلوا او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر صاحب د ډاکار مؤسسې له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د ډاکار مؤسسې له رئیس پیډر ټورننګ او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په پروان ولایت کې (۱۸۳) بیلابیلې پراختیايي پروژوې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۷۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۸۳) پراختیايي پروژې د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه. . .

BACK TO NEWS