په هلمند کې د ۱.۸ ميليونه افغانيو په ارزښت يو کرنيز کانال ګټې اخستنې ته وسپارل شو

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۳ - ۱۴:۵۶
هلمند

د کليو بيا رغونې او پرمختيا وزارت د ولسي تړون پروګرام له خوا د هلمند ولايت  د ناوې ولسوالۍ د ګل محمد لوي په کلي کې د ۱.۸ ميليونه افغانيو په ارزښت د کر کيلې يو سرپټې کانال ګټې اخستنې ته وسپارل شو. دا کانال ۳۰۰ متره اوږد دي او د کار په ترڅ کې يې څه باندې ۱۰۳۰ فني او نافني کارګرو ته د کار زمينه برابره شوې وه.
بايد ووايو چې ياد کانال به ۲۲۰۰ جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه کړي او ۸۱۳ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS