په دایکنډي  ولایت کې   ۳۸۳ پرمختیايي پروژو کارونه روان دي

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۶ - ۸:۱۸
دایکندی

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي په خپل کاري دفتر کې د دایکنډي  ولایت له والي انور رحمتي سره  د یاد ولایت د ستونزو د اوریدو په موخه ولیدل.
د لیدنې په پیل کې د دایکنډي والي  د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د پلي شویو پروژو څخه خوښي څرګنده کړه، چې د کليوالو په ژوند یې جوت اغېز کړی او ورپسې د خپلې سيمې ستونزې او غوښتنې د کليو بیارغونې او پراختیا له وزیر سره شریکې کړې، چې د کارېزونو جوړول، د ولسي تړون ملي پروګرام نورو ولسوالو ته غځول،  د ښوونځيو د ودانیو نشتون او د ترانسپورټي لارو جوړول یې مهمې هغه وې.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل: " سږ کال به په دایکنډي  ولایت کې ۳۸۳  پرمختیايي پروژې په بېلابېلو سکتورونو کې پلي شي او د دې ترڅنګ به د ولسي تړون ملي پروګرام په نورو پړاونو کې د دایکنډي ټولې ولسوالۍ تر خپل پوښښ لاندې راولي."
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، په دایکنډي ولایت  کې به کلیو کې د مېرمنو د کورني اقتصاد پیاوړتیا پروګرام پیل شي، چې څه کم اووه زره  خلک به تر خپل پوښښ لاندې راولي، د دوی لاسي صنایع به پیاوړي کړي او په کور دننه به ورته کاري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۵:۴۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال د کونړ له سیند څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د حکم پر اساس او د اقتصادي معاونیت د پریکړې پر بنسټ د اوبو او انرژي، د کرنې او مالدارۍ، د صنعت او سوداګري وزارتونو محترمو وزیرانو او د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۵:۳۹
Background image

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال کونړ ولایت ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي صاحب او مل پلاوي کونړ ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په. . .

BACK TO NEWS