په پروان ولایت کې (۱۸۳) بیلابیلې پراختیايي پروژوې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۳۴
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۷۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۸۳) پراختیايي پروژې د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبدالطیف منصور صاحب له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادو پروژو د ګتې اخستنې په پار جوړه شوې غونډه کې د کلیو د بیا رغوني او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبدالطیف منصور صاحب، د شينواري او سالنګ ولسوالیو ولسوالانو ،علمأء کرامو ، سپين ږيرو، قومې مشرانو او ځوانانو ګډون  کړې وو.

په دغې غونډه کې د ياد وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبدالطیف منصور صاحب  ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: زموږ او ستاسو دنده ده چې له اسلامې نظام څخه ساتنه وکړو او د اسلامي نظام تقاضا دا ده چې په ټول هېواد کې عدالت وي، په کوم هېواد کې چې عدالت وي ستونزې نه رامنځته کیږي.

همداراز محترم وزیر صاحب زیاته کړه چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خپلو ژمنو سره سم په دې توانیدلی ترڅو د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د خلکو د غوښتنو سره سم بیلابیلې پراختیايي پروژې پلي او عملي کړي.

په دغو پروژو کې استنادي دېوالونه، کانالونه، سړکونه او د پياده رونو جوړول شامل دي.

 د یادو پروژو د کار په جریان کې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره يې د نوموړیو ولسوالیو د اوسیدونکو شته ستونزې هوارې شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په پروان ولایت کې (۱۸۳) بیلابیلې پراختیايي پروژوې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۷۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۸۳) پراختیايي پروژې د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۹:۱۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ نن له غرمې مخکې د چارو د ښه والي، ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ په موخه د مؤسساتو له استازو سره ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۳
Background image

بلنلیک

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې د پرمختیايي او بشري مؤسساتو سره د چارو د بهبود ، د ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ لپاره ناسته وکړي.

محترمو مؤسساتو ته په ډیر درنښت بلنه. . .

BACK TO NEWS