په ننګرهار کې ۲۳۰ کورنیو ته د څښاک اوبه چمتو شوې

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۷ - ۹:۵۷
ننگرهار

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو، اوبه خور او حفظ الصحې ملي پروګرام له خوا د ننګرهار د نازیانو ولسوالۍ په حیدرجان کلي کې د ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې بریښنا یوه د اوبو شبکه بشپړه او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه. دا شبکه یوه ژوره څاه د ۲۰ متره مکعبه په ظرفیت یوه زیرمه، ۳۳۳۵ متره غزیدلی نل، د لمریزې بريښنا زیرمه کونکې ۲۷ تختې او ۹۰ نلکې لري. ددې پروژې په ترڅ کې ۱۹۵۵ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او تر بشپړتیا وروسته یې ۲۳۰ کورنیو د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۵:۴۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال د کونړ له سیند څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د حکم پر اساس او د اقتصادي معاونیت د پریکړې پر بنسټ د اوبو او انرژي، د کرنې او مالدارۍ، د صنعت او سوداګري وزارتونو محترمو وزیرانو او د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۵:۳۹
Background image

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال کونړ ولایت ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي صاحب او مل پلاوي کونړ ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په. . .

BACK TO NEWS