په غور کې د ۲۲ میليونه افغانیو په ارزښت د ۱۴  پرمختیایي پروژو  چارې بشپړې شوې

content_manager
شنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۸ - ۷:۳۰
Ghor

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام  له لوري د غور ولایت   په شهرک  او تولک ولسوالیو کې د ۲۲،۷۸ ميليونه افغانیو په ارزښت د ۱۴  پرمختیایي پروژو چارې بشپړې شوې.

 په دې پروژو کې د څښاک  د اوبو شبکې، د اوبو د چېنو رغونه، استنادي دیوالونه او د اوبو ذخیرو جوړولو شامل ول، چې ۱۴۲۰ کورنۍ به ترې ګټه اخلي.

د یادونې وړ ده، چې دا په غور کې د ولسي تړون ملي پروګرام له پیل تر اوس دوهم ځل پروژې وې، چې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.

Projects in Ghore

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS