هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د لمریزې برېښنا رسونې په موخه ۳۶۶۹۵۱ کورنۍ سروې شوې

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۳۱ - ۹:۳۱
انرژی پایدار

د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت «د افغانستان د کلیو پراختیا لپاره د دوامداره انرژۍ پروګرام» سرحدي ولسوالیو ته د لمریزې برېښنا رسونې پروژې له لوري په ۱۳ ولایتونو «هرات، کندهار، هلمند، زابل، نیمروز، فراه ، خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر، ننګرهار، کونړ او نورستان» ولایتونو په ۵۵ ولسوالیو کې د ۳۶۶۹۵۱ کورینو د سروې چارې بشپړې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا روسونې پروژه د ۱۳ سرحدي ولایتونو په ۵۵ ولسوالیو کې ۵۳۱۰۲۲ کورنیو ته لمریزه برېښنا رسوي چې د یادو سیمو اوسیدونکو ژوند کې به مثبت بدلونه رامنځته شي، د دې ټولو کوورنیو د سروې له بشپړیدو وروسته به په یادو ولسوالیو کې کور په کور د لمریزې برېښنا د کڅوړو د وېش لړۍ پیل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS