د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر  د وزارت ۱۴ تقاعد شوي  کارکوونکي وستایل

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۱ - ۱۲:۴۶
متقاعدین

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي د وزارت د بېلابېلو پروګرامونو ۱۴ تقاعد شوي کارکوونکي وستایل او د دوی د نماځنې په مراسمو کې یې وویل، چې د  وزارت رهبري  ستاسې د مخلصانه  خدمتونو قدرداني کوي، د وزارت دروازې به ستاسې په مخ پرانېستې وي او ستاسې له تجربو به نور مامورین  هم ګټه اخلي.
په دې ۱۴ تقاعد شویو کارکوونکو کې ( زیبا، ګلالي، نورمحمد، ګلاب الدین، محمد انور، محمد عیسی، ملاجان، حسام الدین، فیض محمد، سید صفدر شاه، عبدالحی، محمد نعیم، محمد حان او محمد عمر قانع ) شامل ول چې د وزارت رهبرۍ لخوا په ایورډونو وستایل شول.
د یادونې  وړ ده، چې دا لومړي ځل دی،  چې په وزارت کې د تقاعد شویو کارکوونکو  ته د  دوی د کړیو  خدمتونو د درناوي او ستاینې غونډه جوړیږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۱۰:۱۵
Background image

په کندهار کې د ۶۳۵ زره افغانیو په ارزښت د اوبو رسونې یوه شبکه جوړه شوه

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ملي پیوستون پروګرام له لوري د کندهار د تخته پل ولسوالۍ په عبدالحبیب کلي کې د ۶۳۵ زره افغانیو په لګښت د ۱۰ زره لیټرو په ظرفیت د څښاک د اوبو رسونې یوه. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۱۰:۱۳
Background image

په کندهار کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کرنیز کانال کار روان دی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له لوري د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په حاجي عبیدالله کلي کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د یوه کرنیز کانال کار روان. . .

شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۷ - ۱۱:۱۲
Background image

په تخار کې د ۱۰۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د جوی شیخ اتصالي سړک کار بشپړ شو

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د لار جوړونې د ملي پروګرام له لوري د ۱۰۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د تخار د مرکز اړوند د تالقانو په جوی شیخ کې د ۱۷۵ متره پل او د هغه د اتصالي سړک کار. . .

BACK TO NEWS